پېښور 10 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي كال 2020 به پا??ستان او اولس لپاره د سوكالۍ كال وي٬ سږ كال به زمونږ د پا??يسو محور او مركز د پا??ستان د عامو وګړو پشمول د تنخواہ داره طبقې د ژوند معيار ښه كول٬ زياتې آسانۍ وركول او د روزګار موقعې راپېدا كول دي ۔ د دې ??يالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د نوښار اضاخېل ډرائي پورټ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل 190 اربه روپو څخه پېل كړې احساس پروګرام به د هېواد د بې ??سه طبقې ژوند كښې د آسانيو سوب شي٬ په يوټيليټي سټورونو د خوراك څښاك څيزونه په ارزانه بيعه باوري كړې شوي او بې ??سه طبقې لپاره هره مياشت د ارزان راشن وركولو لپاره راشن كارډز هم معرفي كوو۔ ده ووئيل د هېلت كارډ سلسله پرله پسې پراخه كوٶ او دا آساني به د هېواد ټولو بې ??سه كورنيو ته رسوٶ دغسې چې دا كورنۍ د درملنې د خرڅونو د جنجال نه خلاصې شي ۔ وزيراعظم ووئيل سږ كال د هاٶسنګ په اړه حكومت د 50 لكه كورونو جوړولو عمل هم پېل كوي چې له مخې به ئې د لږ آمدن لرونكې طبقه خپل كور په آسانۍ سره جوړ كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د اربونو روپو سركاري زمكې د قبضه ګرو نه خلاصوي او په دې لړ كښې به تفصيلات راتلونكې اوونۍ قام ته وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ وړومبې مقصد پا??ستان فلاحي رياست جوړول دي او 2020 به دې پلو د پېش قدمۍ كال وي۔ عمران خان ووئيل انګريز د رېلوے نظام ډېر ښه پرېښودې ٶ خو د تيرو 70 كالو په مهال دا نظام نور ښه كېدو او پراخه كېدو په ځائ كمزورې او راغونډ شوې ۔ده ووئېل رېلوے د عامو خلقو د سفر ذريعه ده خو پا??ستان كښې په اقتدار كښې پاتې كېدونكو واكمنو د عامو وګړو په ځائ د هېواد اشرافيه لپاره پا??يسۍ جوړولو سره خاص كسانو ته ګټه رسوله۔ ده ووېيل د دې ??كومتونو ??ه دورونو ??ښې امير لپاره جلا او غريب لپاره جلا نظام رائج ٶ٬ خاص٬ مخوريز او سرمايه داره طبقې په دې نظام كښې وده كوله او د غربيب او د بې ??سه هډو چا پوښتنه نه كوله۔ده ووئېل ښې نوكرۍ٬ ښه تعليم ٬ درملنې لپاره ښې آسانۍ هم دې ??اص طبقو لپاره وي ٬ طاقتور تورن پرانستې تڼۍ ګرځېدل او په زندانونو ??ښې د بې ??سه او غرېبانانو چا فكر نه كولو۔ ده ووئيل اوس به ھغه نظام نه چلېږي٬ اوس د غريب او عام وګړي خېرښګړې ته حكومت پا?? لرنه كوي او حكومتي پا??يسۍ د غريبو او د بي ??سه كسانو ضرورتونو او تكليفونو تر مخې جوړېږي۔ وزيراعظم رېلوے كښې د اصلاحات او د آمدن اضافې لپاره د شېخ رشيد د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ ده ووئيل اېم اېل ون به د پا??ستان رېلوے په نظام كښې د انقلابي بدلون راوستو سوب شي او د اېم اېل ون بشپړېدو سره به د كراچۍ او پېښور ترمېنځه مزل ??ه په 8 ساعته كښې ترسره كېدې ??ي دغسې نه يوازې د مسافر رېل ګاډو بلكې د فريټ رېل ګاډو تګ راتګ به هم ګړندې ??ي۔ ده ووئيل د حكومتي کارپوريشنز د زيان له امله حكومت له هر كال 500 اربه روپۍ زيان برداشت كول وي ځكه چې دا زيانونه ټېكسونو څخه ترسره كولې شي۔ ده د رېلوے چارواكو ته امر وكړو چې ھغوي رېلوے ګټوره اداره جوړولو لپاره خواري وكړي او د رېلوے زمكه په ګټور ډول اوكارولې شي۔ ده ووئيل څوك چې په هېواد كښې هر ځائ كرپشن ويني ھغه دې په وزيراعظم وېب پورټل رامخې ته كړي دغسې چې د بدعنوانه عناصرو لاره اونيولې شي۔(GUL/ZIA/1905)