اسلام آباد ۔ 16 جولائی (ا?? پی پی) لنډ مهاله خارجه وزير عبد الله حسېن هارون وئيلي دي پ??كس??ان منطقه كښې امن او استحكام باوري كولو له د ايران او پ??كس??ان ترمينځه مرسته لا مستحكم كول غواړي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د اسلامي جمهوريه ايران چيف آف جنرل سټاف مېجر جنرل محمد حسېن باقري د پ??كس??ان دورې په مهال وكړه۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه لنډ مها?? خارجه وزير عبد الله حسېن هارون سره د اسلامي جمهوريه ايران چیف آف جنرل سټاف مېجر جنرل محمد حسېن باقری په مشرۍ ك??ې د اعلی كچې يو پل??وي د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ د ایراني چیف آف جنرل سټاف او پل??وي هركلي كولو سره لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل د پاکستان او ایران ترمينځھ مذهبی، سماجی او كلتوري اړيكي مستحكم دي او دوه اړخيزه اړيكې په تېرو 10 كلونو كښې لا مستحكم شوي دي۔ ده د كشمير مسئلې په اړه د ايراني مشرتابه پرله پسې ملاتړ وستائلو۔ په دې مهال دواړو افغانستان كښې د امن او استحكام په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ جنرل باقری د ايراني مشرتابه او ايراني اولس لخوا د پ??كس??ان پرمختګ او سوكالۍ له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده هيله ولرله چې راروانو ټاكنو سره به پ??كس??ان د يو مستحكم مشرتابه په مشرۍ ك??ې د پرمختګ په نوې دور كښې داخل شي۔ ده د جامع مشترکہ پل??ن آف اېکشن (جے سی پی او اے) په دريځ د پ??كس??ان مننه وكړه