اسلام آباد 21 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د ختم نبوت ۖ قانون په حقله قامي اسمبلۍ يو داسې قانون منظور كړی كوم چې د 1974 د قانون نه پس لويه كاميابي ده٬د دې قانون څخه او?? كه كوم هم قاديانې دروغ وائي چې هغه مسلمان دے نو تاسو هغه چېل??ج كولې شئ او هغه به په 15 ورځو كښ?? به پابند وي چې حلف نامه جمع كړي چې زه په ختم نبوت ايمان لرم او كه داسې نه كوي نو د هغه نوم به د غېر مسلمه قاديانې په توګه سپليمنټري لسټ كښ?? اچولې شي۔ده د نهې پھ ورځ يو ټي وي چينل سره خبرې كولې۔ده ووئيل پس منظر دا دے چې پھ 2002 كښ?? جنرل مشرف يو داسې قانون جوړ كړی و كوم چې د لسو ورځو لپاره و٬د كومې ترمخه چې پھ مسلمان ووټر لسټ كښ?? كه څوك غېر مسلمه قاديانې د مسلمان په حېث خپله نامه درج كړي نو په هغه اعتراض كېدې شو او هغه سړي به په پنځلسو ورځو كښ?? دننه دننه د حلف نامې د لارې ثابتوله چې په حتم نبوت ايمان لري٬ ده ووئېل دغه قانون په 2002 كښ?? سم و بيا لس ورځې پس ختم شو كوم چې مؤثر نه و۔ده ووئيل دا اوس د اوسني حكومت كارنامه ده چې مونږ هغه قانون په مستقله توګه بحال كړی او د لسو ورځو بندېز مو ختم كړے