اسلام آباد 02 نومبر ﴿اے پي پي﴾ د اسلام آباد په احتساب عد??لت كښې د امدن څخه د زياتو اثاثه جاتو په ريفر??س كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسح??ق ډار د ګرفتارې د ناقابل ضمانت وارنټ جاري كولو د نېب خواست رد كړے شو٬ قابل ضمانت وارنټ په ځائ ساتل شوے او د ريفرنس اورېدنه د نومبر تر 8مه نېټه ځنډول شوې٬ عد??لت د مېډيكل رپورټ د تصديق كولو امر هم كړے۔ د زيارت په ورځ د احتساب عد??لت جج محمد بشير د اسح??ق ډار په ضد د امن څخه د زياتو اثاثو د ريفرنس اورېدنه وكړه۔ اسح??ق ډار او د هغه وكيل په عد??لت كښې وړاندے نه شول۔ د اسح??ق ډار ضامن احمد علي او د خواجه حارث مرستياله وكيله عائشه حامد وړاندے شول۔ فاضل جج چې كله د تورن د غېر حاضرې وجه وپوښتله نو ضامن احمد علي ووئيل چې اسح??ق ډار په لندن كښې تر معالجه لاندې دے۔ عد??لت ضامن ته په تحريري توګه د ځواب وركولو هدايت وكړو۔ مرستيالې وكيلې عائشه حامد د اسح??ق ډار مېډيكل رپورټ وړاندے كولو سره د حاضرې څخه د استثنٰي خواست وړاندے كړو۔ وكيلې ووئيل چې د نومبر په 3مه نېټه به په لندن كښې د اسح??ق ډار انجيو ګرافي كېږي۔ د نېب پراسيكيوټر په مېډيكل رپورټ اعتراض كولو سره ووئيل چې انجيوګرافي په پاكستان كښې هم كېدے شي۔ مېډيكل رپورټ د نجي كلينك دے٬ د نېب پراسكيوټر د اسح??ق ډار د ناقابل ضمانت ورانټ جاري كولو خواست وكړو۔ نېب چې كله د اسح??ق ډار د بنګ اكاؤنټس او اثاثو تفصيلات په عد??لت كښې وړاندې كړل نو مرستيالې وكيلې عد??لت ته د اسح??ق ډار د اثاثو من??مد كولو په اړه ووئيل چې د ريفرنس دائر كولو نه وړاندې اثاثې من??مد كېدې شي٬ د ريفرنس دائر كولو نه پس نه شي كېدې۔ د نېب چيئرمېن حكم درست نه دے۔ د جج په پوښتنه د نېب پراسيكيوټر د پرېكړې د توثيق خواست كولو سره ووئيل چې نېب د اثاثو من??مد كولو اختيار لري۔ د اسح??ق ډار اكاؤنټس من??مد كړې شوي دي٬ د بهر هېوادونو د جائيداد ډاكومنټس ئې نشته۔ عد??لت د نېب د ناقابل ضمانت وارنټ خواست او د اسح??ق ډار د وړاندې كېدو څخه د استثنٰي خواست رد كړو او نېب ته ئې ېد مېډيكل سرټيفېكټ د تصديق كولو هدايت وكړو۔ عد??لت د اسح??ق ډار قابل ضمانت وارنټ په ځائ ساتلو سره اورېدنه د نومبر تر 8مه نېټه وځنډوله۔