آرومچي 07 ستمبر (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان ختيز ٬ لوئيديز او منځني آسيائي هېواد??نو سره تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ ۔ پاكستان د سيمه ايزو رابطو مقاصدو له لوظي دے۔ د منطقې د اولس سباؤن غوره رابطو او د يو بل منډيانو سره تړلې۔ ?? دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د چين په ارومچي ښار كښې د كاريك انسټي ټي??ټ پرانستې سېشن ته خ??اب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د سيمې هغه هېواد??نو سره د تېل او ګاز پائپ لائن ٬ انفراسټركچر ٬ الېكټرېسټي ګرډز او ټرانسپورټ نېټ وركس ته وده وركول غواړو دغسې چې د پرمختګ شرح او د روزګار موقعې زياتې شي۔ وفاقي وزير غړو هېواد??نو ته ووئيل چې هغوي دې د غړو هېواد??نو ترمينځه ايوي اېشن ٬ د سرمايې ماركيټ او د كار استعداد كښې د زياتوالي په لړ كښې مرستې سره اړوند د وزيراعظم په وړاندېز??نو كار تند كړي۔ د كارېك پروګرام په اړه ده ووئيل په سيمه ايزه مرسته كښی زياتوالې به سباؤن كښې د پاكستان اقتصادي كاميابو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د سي پېك په اړه وفاقي وزير ووئيل دا منصوبو په سيمه ايزو رابطو كښې د يو سنګ ميل حېثيت لري چې ورسره به نه يوازې پاكستان بلكې د سيمې ټولو هېواد??نو ته ګټه ورسي۔ اسحاق ډار د كاريك انسټي ټي??ټ پرانسته د سيمه ايزو رابطو وده او د شريكو ??ټو په ترلاسه كولو كښې مهم ګام وګرځولو۔ اسحاق ډار په تود هركلي وئيلو د چين حكومت ٬ د سنكيانك سيمه ايز حكومت او د چين اولس مننه وكړه۔