اسلام ??ٓباد 15 مئی (اے پی پی) د وز??را??ظم د سماجی تحفظ او غريبۍ ختمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر وئيلي دي د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ??رمخه په تيرو 5 اوونيو كښې 85 لكه كورنيو له 104 اربه روپۍ وركړې شوي او د دغې روپو وركولو سل??له اوس ه?? روانه ده۔ د جمعې په ورځ جاري شوې بيان له مخې وز??را??ظم ته د بریفنګ په مهال ووئيل شول د ګل ورځ نه به احساس د كیش پروګرام كیټګری فور پيل شي،د دې كیټګری ترمخه به د نوكرو څخه محرومز شوو كسانو له د مرستې روپۍ وركولې شي، د وز??را??ظم د كورونا ریلیف فنډ لپاره تر اوسه 34 لكه درخواستونه ترلاسه شوي د كومو جاچ پړتال چې روان دے، راروانو لسو ورځو كښې به دغه پورټل پرانستلې شي ارو نور كسان هم خواستونه جمع كولې شي۔د ګل په ورځ به وز??را??ظم پخپله په دې كښې وړومبو كسانو له مرسته وركوي۔ ډاكټر ثانیه نشتر ووئيل احساس ایمرجنسی كیش پروګرام كامیابولو له ټولو اعلې وزيرانو ملګرتيا كړې۔ دې ووئيل پروګرام ??پيځلې جوړولو له په ترجیحي بنیادونو كوټلې اقدامات كيږي او ټول هيواد كښې موجودو مستحقینو له د مرستې روپۍ وركړې كيږي۔ ډاكټر ثانیه نشتر ووئيل حكومت خوارې كښو له احساس ایمرجنسی كیش پروګرام پيل كړے۔دا ووئيل پروګرام په درې كیټګریز كښې تقسیم كړے شوے۔ ډاكټر ثانیه نشتر ووئيل احساس ایمرجنسی كیش پروګرام لپاره د ګل ورځ مهمه ده ځكه چې په دغه ورځ نه يواځې وز??را??ظم د كورونا ریلیف امداد ترمخه احساس كیش پروګرام كیټګری فور كښې د امداد سل??له پيل كوي بلكه په دغه ورځ په 8171 د اېس اېم اېس كوونكو كسانو حتمی فهرست هم جاری كولې شي او هغه كسان كوم چې تر اوسه ورته په 8171 حتمی اېس اېم اېس نه دې شوے ، هغوي ته به میسج كولې شي۔ دغسې د كومو وګړو چې د بائیومیټرك مشكلات رامخې ته شوي ، دغه معامله به هم حل كولې شي او د هغې تفصیلات څخه به ټول خبرولې شي۔ دې ووئېل د كومو كورنيو مشران چې مړه شوي هغوي لپاره هم د امداد ترلاسه كولو تګلاره وضع كړې شوې او په دې اړه به د نادرا دفترې پرانستلې شي۔ په دې اړه به هم د ګل په ورځ ټوله تګلاره ښودلې شي د كومې د لارې چې به مستحقین امداد ترلاسه كولې شي