لاهور۔10 مئی(اے پی پی ) د پنج??ب حكومت وياند مسرت جمشېد چيمه وئيلي دي د احساس پروګرام ترسېوري لاندې 91 اربه روپۍ په سپېځلي ډول د مستحقو كورنيو ترمينځھ وېشلې شوي دي۔ كه نن د مسلم ليګ نو?? يا پيپلز ګوند حكومت وې نو دا رقم به بلخوا منتقل شوې وو۔ ددې خيالاتو څرګندونه د?? ميډيا لپاره په جاري كړې شوي خپل وېډيو بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت د كورونا وائرس بريد دلاسه غېر معمولي حالاتو سره مخ دې ولې مخالفه ډله دا جدي نه اخلي۔ مسرت جمشېد چیمه ووئيل حكومت د كورونا وائرس ځپليو شمېره نظر كښې نيولو سره د روزانه په بنياد د خپلو تياريانو جاج اخلي او عملي ګامونه پورته ??وي۔ ده ووئيل اولس بايد لاك ډاؤن كښې د نرمۍ او كاروبار پرانستې په مهال احتياطي تدبيرونه خپل كړي ولې چې كورونا وائرس څخه د بچ كېدو دا يوازنۍ لاره ده۔ بل صورت كښی به حكومت له ??خت ګامونه پورته ??ول وي