اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښئ د كرونا وائرس صورتحال په اړه مهمه غونډه د جمعې په ورځ نېشنل کما??ډ ای??ډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) كښې وشوه۔ د اېن سي او سي چارواكو په غونډه ??ښې د صحت د صورتحال ، ټسټنګ صلاحیت، اېن سي سی د 14م اپرېل د پرېكړو په رڼا كښې د صوبو اقدامات، په ځائي توګه وینټیلیټرز ، ټیسټنګ کټس جوړولو، د اېن 95 ماسك پشمول د مهمو طبي آلاتو اخستو، اسمګلنګ ، ذخیرہ كوٶنكو او په ځائي كچه د غنمو په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په غونډه ??ښې داخله وزیر برېګیډ یئر(ر) اعجاز احمد شاہ ، د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر ?? د اقتصادي چارو وفاقي وزیر خسرو بختیا ، د فوډ اېنډ سېكورټي وفاقي وزي فخر امام، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد، د قامي سلامتيا سلاحكار معید یوسف ??و قامي صحت لپاره د وزیراعظم خاص مر??تيال ډاکټر ظفر مر??ا ګډون كولو۔