اسلام آباد 13 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاہ د ګل په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د روژې مباركې په مهال ګرد هېواد كښې د يو ډول لائحه عمل مرتب كولو لپاره مشاورت شوې۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د روژې په مهال عبادتونو ا?? د ??ذهبي رسوماتو ادا كولو په مهال د كرون?? وائرس مخ نيوي په چارو خبرې شوي ۔ دواړژ وزيرانو په دې اتفاق وكړو چې ګرد هېواد كښې د ټولو مكتب?? فكر مذهبي مشرانو سره د مشاورت نه پس به يو ډول او باضاب??ه لائحه عمل جوړولې شي۔ داخله وزير ووئيل مجوزه لائحه عمل او هدايات بايد ګرد هېواد كښې يو ډول وي او ورسره په عبادتونو كښې خنډان هم رامخې ته هم نشي او د وبائي رنځ څخه هم په بشپړه توګه اولس اوساتلې شوو ۔ ده ووئيل د روژې مياشت د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره ډېر اهميت لري، ټولې ممكنه هڅې به كولې شي دغسې چې د دې مياشت په اړه مذهبي ولوله ژندوۍ اوساتلې شي۔ ده ووئيل د كرونا له مخې د وګړو د صحت تحفظ ا?? د ??ائرس مخ نيوي ته پام لرنه كولې شي او هڅه به كوٶ چې په دې لړ كښې ښه لائحه مرتب كړې شي۔