اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د کورونا وائرس په ضد جنګ كوؤنكو داګترانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي حكومت او ټول اولس دوئي سره ولاړ دے۔ د ډاګترانو ساتنه باوري كولو له هر ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ پاكستان كښ?? د د دې وباﺀ د خپرېدو كچه ټيټه ده او د مړو شرح ډېره كمه ده۔ پخوا د روغتيا څانګې ته پام نه دې ګرځولې ولې بياهم د آسانيو رسنې له ټولې وسيلې كاروؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د پېنډۍ کنټونمنټ جنرل روغتون پرانستې په موقع خپلو خبرو كښ?? وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د جنورۍ 15 مې نېټې څخه مونږ ته چين څخه د كورونا وائرس پاكستان ته د رارسېدو اندازه وشوه۔ له دغه وخت مونږ د دې مخنيوي له تيارۍ كولې۔ ده ووئيل د 70 په لسيزه كښ?? زمونږ د روغتيا څانګې صورتحال ډېر ښه ؤ۔ زمونږ د ميډيكل كالجونو سندونه به په نړيواله كچه منلې كېدل۔ ده ووئيل د بده مرغه په ګرده نړۍ كښ?? د كورونا وائرس له امله د طبي آلاتو او وېنټي لېټرز طلب زيات شوې۔ زمونږ نېك مرغي ده چې چين زمونږه بش??ړه مرسته كړې۔ د چين حكومت د كورونا وباﺀ معامله كښ?? پاكستان ته ترجيح وركړې او نن ټول طبي آلات چين څخه راروان دي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ته معلومه ده چی دا مهال په ګرده نړۍ كښ?? په طبي عملې فشار مخ په زياتېدو دے۔ امري??ا كورونا لپاره كار كوؤنكو هېلت وركرانو له و??زې پرانستې دي۔ ده ووئيل مونږ به په بش??ړه ډول د ډاكټرانو او طبي عملې ملاتړ كوؤ۔ د لوئې څښتن كرم دے د لوئيديزو هېوادونو په مقابل كښ?? زمونږ حالت ډېر ښه دے۔ ډېټا راروانه ده كومه چې پراسېس كولې شي او تر يوې اونۍ به په دې اړه صحيح اندازه راوشي۔ ده ووئيل څه چې هم كېږي زه باور در??وم قام او حكومت ستاسو په شا ولاړ دے۔ وزیراعظم په دې مهال د روغتون د بېلو څانګو او وارډز څارنه هم وكړه او روغتون كښ?? د مېشته آسانيو جاج ئې واخست۔ وزيراعظم ته د روغتون انتظاميې لخوا د شته آسانيو په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔