اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) د كورونا وائرس په صورتحال د پارليماني كمېتۍ جوړولو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې وېډيو كن??رنس د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې وشو چې پكښې د وېډيو لنك د لارې وزيراعظم عمران خان٬د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري او د مسلم ليګ(ن)لخوا خواجه آصف٬خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬پخوانې وزيراعظم راجه پروېز اشرف٬سناتور مولانا عبدالغفور حېدري٬د قامي اسمبلۍ غړې شاهده اختر علي٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل محمد افضل پشمول د پارليمان نوړو غړو او د سركاري ادارو اعلٰی افسرانو ګډون كولو۔د كن??رنس په پېل د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د ټولو ګډون كوونكو هركلے كولو سره ووئيل د دې كن??رنس مقصد د كورونا وائرس صورتحال مخ نيوي لپاره پارليماني ك??ېټ?? جوړول دي۔وزيراعظم عمران خان د ك??ېټ?? غړو هركلے وكړو او په تفيصلي توګه يې د كورونا وائرس په اړه تراوسه د حكومت لخوا د پورته كړو ګامونو په اړه خبر ګدون كوونكې خبر كړل او ك??ېټ?? ته يې باور وركړو چې هغوي به د پارليماني ك??ېټ?? سفارشات نېشنل كوآرډينېشن ك??ېټ?? ته وړاندې كړي۔د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د كورونا وائرس په اړه ك??ېټ?? ته برېفنګ وكړو۔ده ووئيل 78 فيصد كورونا وائرس د ايران څخه راغلي٬مونږ خلكو ته خواست كړی چې هغوي دې د خپلو كورونو څخه د ضرورت نه علاوه نه راوځي۔ده ووئيل ډاكټرانو او طبي عملې تحفظ لپاره هر ډول اقدامات پورته كړې كېږي۔د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل محمد افضل د كن??رنس ګډون كونكو ته ووئيل وفاقي حكومت اېن ډي اېم اے ته د 26 اربه روپو وركولو پريكړه كړ?? ده ٬په دې كښې 5 اربه روپۍ مونږ ته ترلاسه شوي۔ده ووئيل زمونږ وړومبې ترجيح ډاكټرانو او طبي عملې ته حفاظتي آلات وركول او رنځورانو لپاره د زيات نه زيات وينټي ليټرز انتظام كول دي٬په وړومبي پړاؤ كښې به مونږ 500 وينټي ليټرز په سمدستي توګه پاكستان ته راوړوو۔ده ووئيل د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره د چين حكومت زمونږ بشپړه مرسته كوي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د كورونا وائرس مخ نيوي لپاره به ټول وسائل كارولو سره د لويې تحمل او بردباري سره حكمت عملي خپلول وي٬د شهباز شريف د دې قامي فو??م څخه واك آؤټ كوم جواز نه جوړیدلو٬هغه له خپلې پريكړې ته كتل پكار دي۔سناتور مولانا عبدالغفور حېدري ووئيل دير آيد درست آيد مونږ پريكړه كړی چې دا د قامي سلامتيا معامله ده په دې سياست نه دي كول پكار۔ ده ووئېل مونږ له به په ګډه د دې رنځ څخه خلاصې ترلاسه كول وي كوم لپاره به چې په بشپړه يو والي ټول وسائل كارول وي۔