كراچې 16 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس ??اش?? اعوان وئيلي دي چې نعيم الحق نورو لپاره ژوند كړے او د پاتې اولس حق لپاره ئې هڅې كړې دي، نعيم الحق تر وروستې سلګۍ د عمران خان په نظريه او د ګوند په منشور عمل كړے، ده شپه ورځ محنت كړے، ګوند او كاركنان به د ده مشن روان ساتي. هغې دا خبرې د اتوار په ورځ په كراچې كښې د نعيم الحق كورنۍ سره د غمرازې كولو نه پس خبريالانو سر?? په خپلو خبرو كښې وكړې. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس ??اش?? اعوان ووئيل چې نعيم الحق هغه وخت عمران خا?? سره و كله چې هغ?? په هېواد كښې بې وسه خلقو لپاره روغتون جوړولو. هغې ووئيل چې هغ?? په خپله د اوږدې مودې نه د كېنسر په ناروغې كښې اخته و. هغه دوويشت كاله عمران خا?? سر?? په هڅو كښې شريك و. نن مونږ خپل عظيم لارښود ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو. هغې ووئيل چې نعيم الحق نورو لپاره ژوند كړے او د پاتې اولس حق لپاره ئې هڅې كړې دي، نعيم الحق تر وروستې سلګۍ د عمران خان په نظريه او د ګوند په منشور عمل كړے، ده شپه ورځ محنت كړے، ګوند او كاركنان به د ده مشن روان ساتي.