اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي آبادۍ كښې په زياتوالي قابو موندلو لپاره به مونږ له خپل محدود وسائل په ښه ډول کارولو سره سره د فيملي مينجمنټ په اړه د خذمات دائره تر ټول هېواد پراخه كول وي، ??ه دې لړ كښې قامي بيانيه د ميډيا د لارې رامخې ته كولو ته اړټيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د آبادۍ په اړه د فيډرل ټاسك فورس دويمې غونډې مشري كښې وكړه۔ په غ??نډه كښې د منصوبه بندۍ ٬ اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د پ??جاب وزير اعليٰ سردار عثمان بزدار، د سندھ وزير اعليٰ سيد مراد علي شاه، د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ حافظ حفيظ الرحمن، د پ??جاب د روغتيا وزيره ياسمين راشد، او نورو ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل آبادۍ كښې د زياتوالې په اړه اولسي خبرتيا ته اړتيا ده، په دې لړ كښې د ميډيا د لارې قامي بيانيه په ښه ډول رامخې ته كولو ته اړتيا ده، په دې حقله د علماء كرامو کردار ګټه ور ثابتيدې شي۔ په غ??نډه كښې د آبادۍ لپاره فيډرل ټاسك فورس په وړومبۍ غونډه كښې په پريكړو د پ??شرفت په اړه بريفنګ وركړې شو۔ اولس مشر په دې لړ كښې په شوې پيشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او په دې خبره ئ