اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په هند كښې د شهري ترميمي بل په اړه وئيلي دي چې ??ند د نرېندر مودي په تېر پنځه كلن حكومت كښې د هندو بالادستې د فاشسټ نظريې له مخې د هندو رياست په پلو روان دے، په هند كښې د زياتېدونكو مظاهرو په وجه پاكستان لپاره خطرات سوا كېږي. د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چې ??ه هند احتجاج يو لوي تحريك جوړ شوے، د شهريت په قانون په هند كښې خلق احتجاج كوي، په مقبوضه كشمير كښې د قابض هندي پوځ محاصره روانه ده. د مقبوضه كشمير په اړه وزيراعظم ووئيل چې ??ه مقبوضه كشمير كښې د محاصرې په ختم??دو د وېنې توئ??دو اندېښنه ده او په هند كښې د زياتېدونكو مظاهرو په سبب پاكستان لپاره خطرات سوا كېږ??. د?? ووئيل چې د هندي سرلښكر بيان زمونږ اندېښنې لا قوي كړې دي. نړيواله ټولنه د هندي رويې نه پرله پسې خبرو. هند د كورني اړي ګړي څخه د نړۍ پام بل پلو ګرځولو لپاره جنګي جنون ته وده وركوي. وزيراعظم ووئيل چې د مهم جوئې په صورت كښې د پوخ ځواب وركولو نه ??لا??ه به كومه بله چاره نه وي.