لاهور 30 نومبر (اے پي پي) وزير??عظ?? عمران خان وئيل?? دي چې پاكستان د نازك دور نه تېرېږي او دې لپاره معاشي استحكام ضروري دے، افسران مو د هر ډول سياسي فشار څخه آز??د كړي، مونږ ته په نوي پاكستان كښې پخوانې مائنډ سېټ بدلول دي، زوړ نظام اوس نه شي چلېدې، د اولس خدمت د بيوروكرېسي تر ټولو وړومبې فرض دے. وزير??عظ?? دا خبرې د خالي په ورځ د صوبائي بيوروكرېسي او د پوليس اعلٰي چارواكو د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار، چيف سېكتر او د پوليسو آئي جي هم موجود وو. د وزير??عظ?? د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د وزير??عظ?? خاص مرستيالانو سيد ذوالفقار بخاري او بېرسټر شهزاد اكبر هم په غونډه كښې ګډون وكړو. وزير??عظ?? نويو ټاكل شويو افسرانو ته مباركي وركړه. ده افسرانو ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د كال 1960م په لسيزه كښې به د پاكستان د ګورننس، بيوركرېسي او پالېسو مثال وركولې شو، په دې وخت كښې پاكستان د نازك دور نه تېرېږي او دې لپاره معاشي استحكام ضروري دے. وزير??عظ?? د هېواد معاشي استحكام لپاره د حكومت د پالېسو او اقداماتو ذكر كولو سره ووئيل چې دې اقداماتو سره معيشت قوي كېږي او په دې خپلې معاشي ډلې ته مباركي وركوم. ده ووئيل چې د بيوروكرېسي او نورې ټاكنې د مېرټ په بنياد شوې دي، مونږ په خپل دور كښې افسران د هر ډول سياسي فشار نه آز??د كړ?? دي. افسرانو ته ټول كارونه په مېرټ كول دي، د كوم سياسي شخصيت كوم هم ناجائز كار په يو صورت هم نه دي كول، معاشي پرمختګ لپاره د يوې قابلې بيوروكرېسې ډېر مهم كردار دے. وزير??عظ?? ووئيل چې په پنجاب كښې د امن او امان او ګورننس په نظام كښې د بهترې راوستلو ضرورت دے، مونږ ته په نوي پاكستان كښې پخوانې مائنډ سېټ بدلول دي. زوړ نظام اوس نه شي چلېدې. ده ووئيل چې د اولس خدمت كول د افسرانو وړومبې فرض دے، حكومت به د افسرانو د ملازمت مودې ته تحفظ وركوي. ده ووئيل چې افسرانو ته به د غريب وګړي ژوند ب??تر كولو لپاره هڅې ګړندې كول وي. دغسې د ماشومانو په ضد د جرائمو مخ نيوي ته دې خاص پام وكړے شي، د افسرانو كار كمزورو ته د طاقتور په مقابله كښې تحفظ وركول دي. وزير??عظ?? ووئيل چې افسران قانوني اتهارټي لري خو دا طاقت دې يوازې د اولس خدمت او د دوي په ژوند كښې بهترې لپاره وكارول شي. د اولس خدمت په تاسو فرض دے. وزير??عظ?? ووئيل چې اول به په تاڼو ك ښې طاقتورو ته تحفظ وركولې شو خو اوس ستاسو ذمه واري ده چې غريب ته د طاقتور په ضد تحفظ وركړئ.