اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر پير نورالحق قادري سره په پاكستان كښې د ??ال??نډ سفير وانټر پلم د شورو په ورځ د مذهبي چارو وزارت كښې ليدلې دي او د دواړو هېوادونو ترمينځه په اړيكو ئې د خيالاتو څرګندونه كړی۔په دې م??قع د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري ووئيل پاكستان او ??ال??نډ د ورورولۍ اړيكې لري او دا اړيكې ورځ په ورځ د مضبوطيه پلو روانې دي۔وفاقي وزير نورالحق قادري ووئيل په پاكستان كښې ټولو اقليتونو ته يو ډول حقونه ??رل??سه دي او د دې اقليتونو چې څومره هم د ديني تهوار ورځي دي هغه په پاكستان كښې په حكومتي كچه لمانځل كېږي۔وفاقي وزير ووئيل د نومبر په دوهمه اونۍ كښې د پاكستان حكومت د كرتار پور پروژې پرانستلو له روان دے او د دغې څخه وروستو به په هند كښې په لاكهونو مېشته سكھانو ته د باباګرونانك په آخري آرام ګاه د سكھ مذهب رسومات ادا كولو م??قع ??رل??سه شي۔ ده ووئېل هره ورځ به د هند څخه 5 زره سكھ ياتري پاكستان ته راځي۔په ويزا پالېسۍ كښې هم آساني پېدا كړې شوي ٬په پاكستان كښې د ټولو مذهبونو خلق خپل ځان محفوظ ګڼي۔د ??ال??نډ سفير وانټر پلم د وفاقي وزير پير نورالحق قادري مننه كولو سره د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وزارت په اړه شوي اقدامات اوستائېل