اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د قامی ??سم??لۍ سپیکر اسد قیصر سره د صوابی چیمبر آف کامرس اینډ انډسټری او ګدون انډسټریل اسټیټ نمائندوكانو پلاوي ليدلې دي۔ پلاوي كښې د صوابی چیمبر آف کامرس ??در محمد زاهد شاہ ، د ګدون انډسټریل اسټیټ ??در فضل رحیم جدون او نور نمائندګان شامل وؤ۔ ملاقات كښې ګدون امازئی انډسټریل اسټیټ د موټروے سره تړلو او ګدون امازئی انډسټریل اسټیټ كښې د برېښنا او ګاز په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د قامی ??سم??لۍ سپیکر ووئيل حکومت صنعتونو ته پېښو مسئلو حل کولو له په ترجيحي بنیادونو پام لرنه كوي او د هغې لپاره اقدامات كوي۔ معاشی پرمختګ په صنعتی پرمختګ انصار كوي د هغې پرمختګ لپاره په اوسني بجټ كښې زي??ت فنډز بيل كړې شوي۔ ده ووئيل ګدون امازئی انډسټریل اسټیټ يو مهم صنعتی زون دے٬ حکومت د هغې پرمختګ او صنعت كارو ته د پېښو مسئلو حل لپاره خوښي لر??۔ ګدون انډسټریل اسټیټ كښې د برېښنا انفارسټکچر فعالولو له به اقدامات کولې شي۔ ملاقات كښې د پلاوي غړو ووئيل بالائی ګدون امازئی دې د سب ډویژن څخه جلا كړې شي او د ګریډ انتظامیې اسټاف دې په صوابۍ كښې تعنیات کړې شي۔ سپیکر د صوابی چیمبر ترمخه جوړ و صنعتونو او د ګدون امازئی مسئلو لرې كولو له اړوندو چارواكو ??ه سپارښټنه وكړه۔ پلاوي غړو ووئيل انډسټریل اسټیټ كښې د صحت او تعلیم آسانيو ښه له دې اقدامات وكړې شي۔