اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي د?? حکومت کاروبار كښې آسانۍ پېدا كولو سره سرمايه كارۍ لپاره د غوره چاپېريال وركولو عزم لري۔ اولس مش?? دا خبرې د اېل اېن جي ماركيټ ډوېلپمنټ ٬ مېسرز اېګزون موبل چيئرمېن لاېكس وولكوف په مشرۍ كښې پلاوي سره كړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر د اېل اېن جي څانګې د پ??كستان په ماركيټ كښې په بيا داخلېدو ا ېګزون موبل د هلو ځلو ستائنه وكړه او د پ??كستان اپ سټريم پټروليم څانګه كښې په لا سرمايه كارۍ كولو ئې د اېګزون موبل ډاډګيرنه وكړه۔ اولس مشر په اېګزون موبل او نورو غېر ملكي سرمايه كارو زور رواړو چې ھغوي د حكومت د آزاده سرمايه كارۍ پاليسو څخه استفاده وكړي۔ اولسمشر شريكو منصوبو كښې ځائي كمپنو سره د غېر ملكي سرمايه كارو د اشتراك كار ضرورت رامخې ته كړو۔ اولس مشر د اېګزون موبل پلاوي لخوا پاكستان د موجوده او راتلونكو منصوبو په اړه خبر كړو