لاهور۔22 اپرېل (اے پی پی) د قامي كركټ لوبډلې هېډ کوچ مکی آرتھر ??و کپتان سرفراز احمد د انګلېنډ دورې او نړيوال كپ لپاره په اعلان كړې قامي كركټ لوبډله د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئيلي دي لوبډله د نړيوال كپ ګټلو بشپړ صلاحيت لري۔ په قذافی سټېډیم لاهور كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې کپتان سرفراز ??و کوچ مکی آرتھر ووئيل د انګلېنډ دورې او نړيوال كپ لپاره غوره لوبډله ټاكلې شوې ۔ ده هيله ولرله چې لوبغاړي به د انګلېنډ دورې او نړيوال كپ په مهال د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ سرفراز احمد ووئيل د قامي كركټ لوبډلې پخواني سرلوبغاړي او وزيراعظم عمران خان ټولې لوبډلې ته وزيراعظم ه??ؤس ته په بللو عزت وركړې او په دې م??نږ ټول د هغه مننه كوو۔ دې سره زم??نږ ډاډګيرنه شوې ۔ ده ووئيل د سر لوبغاړي په ح??ث لكه د عمران خان په نړيوال كپ ګټلو د هېواد نامه روښانه كول غواړم۔ ده ووئيل زه قام له باور وركوم چې نړيوال كپ لپاره به هر يو لوبغاړې د 100 فیصده كاركردګۍ څرګندونه كوي ۔ د پاك هن?? مېچ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل م??نږ لپاره يوازې د هند نه بلكې د نړيوال كپ هر يو مېچ ډېر مهم دے او د هر مېچ د ګټلو به هڅه كوو۔ ده ووئيل پاک هن?? مېچ مهم وي او ټول قام هڅه كوي چې م??نږ د هند په ض?? مېچ كښې كاميابي ترلاسه كړو۔ مکی آرتھر ووئيل د انګلېنډ لوبډله د نړۍ غوره لوبډله ده او نړيوال كپ څخه وړاندې د انګلېنډ په ضد سيريز كولو څخه به ډېره مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل د كوچ په ح??ث دا زما آخري نړيوال كپ دے يا نه دې په دې اړه پي سي بي وئيلې شي۔ مکی آرتھر ووئيل كه محمد عامر د انګلېنډ په ضد سيريز كښې د غور كاركردګۍ څرګندونه وكړه نو هغه نړيوال كپ كښې شاملېدې شي۔