پېښور ۔07 اپرېل (اے پی پی) د خېبر پختون??وا اعلی وزير م??مود خان به نن د ګل په ورځ د پخوانۍ قبائلي ضلعې خېبر دوره كوي چرته به چې دې د 7.7 کلومیټر جمرود بائی پاس روډ د بنياد تيګه كېږدي۔ د يو اېس اېډ په مالي مرسته په جوړېدونكي دې روډ به 966 ملین روپۍ مصرف كولې شي۔ اعلی وزير به د خېبر دورې په مهال د تعليم څانګې ترسېوري لاندې اپرېل 2019ﺀ لپاره د داخله كمپائن په باقاعده توګه پرانسته هم كوي۔ ددې كمپائن مقصد د زياتو نه زيات كوچنيانو سكولونو كښې داخلول باوري كول دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په راتلونكو ورځو كښې به اعلی وزير م??مود خان د نورو ضم شويو ضلعو هم دوه كوي چرته به چې هغه د عام اولس د ګټې پرمختيائي منصوبو د بنياد تېګه كېږي۔ خپل يو بيان كښې اعلی وزير وو??يل د تحريك انصاف حكومت به د ټولو وسائلو كارولو سره په لس كلونو كښې ضم شويو قبائلي ضل??و كښې د صوبې د نورو سيمو په ډول د پرمختګ عمل پېل كړي۔ ده و??يل په پخوانو قبائلي ضل??و كښې به د پرمختګ ټولې منصوبې د اولس مشاورت سره پېل كولې شي او په دې لړ كښې اولس سره وړاندې نه مشاورتي عمل پېل كړې شوې دې