اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر وئېلي دي پاكستان او قزاخستان د تجارت٬دفاع٬سېلګرۍ٬كركيلې او نورو څانګو كښې د مرستې زياتولو پراخه موقعې لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ د قزاخستان سفير لنپے سره په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔په ملاقات كښې پھ دوه اړخيزه اړيكو٬د سيمې په صورتحال او د شريكې خوښې په ڼورو چارو د خيالاتو ??رګندونه وشوه۔پھ دې موقع اسد قيصر ووئيل پاكستان د قزاخستان سره خپلو اړيكو ته د پارليماني او اقتصادي مرستې د لارې د پراختيا وركولو خوښي لري۔دواړه ??ېو??دونه د تجارت٬دفاع٬سېلګرۍ او په نورو څانكو كښې مرستې ته د ودې وركولو پراخه موقعې لري۔ده ووئيل د پاكستان حكومت په ??ېو??د كښې د سرمايه كارۍ ښې پالېسۍ معرفي كوي كومو څخه چې د قزاخستان سرمايه كار استفاده كولې شي۔د دواړو ??ېو??دونو پارليماني غړي دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل د دواړو ??ېو??دونو ترمينځه رابط زياتولو له د پاكستان په قامي اسمبلۍ كښې پاك۔قزاخستان فرنټ شپ ډله جوړه كړې شوې٬سي پېك سره د سيمې په پرمختګ كښې زياتې موقعې شته۔د مينځني آسيا ??ېو??دونه د دې څخه استفاده كولې شي۔په دې موقع د قزاخستان سفير ووئيل د قزاخستان حكومت سماجي او اقتصادي څانګو كښې د پاكستان سره مرستې ته د ودې وركولو خوښي لري۔ده ووئيل پاكستان د سيمې مهم ??ېو??د دے او د پاكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼو۔د قزاخستان سفير سپيكر اسد قيصر له يورو اېش??ا سپيكرانو كنفرنس كښې د ګډون بلنه هم وركړه