اسلام آباد 04 فروري(اے پي پي) د صحت وفاقي وزير عامر محمود کیاني وئيلي دي نن مونږ د دې هېواد مېړنې اولس لپاره د صحت پېغام راوړے او د وفاقي حكومت د صحت انقلابي پر??ګر??م پېل كوٶ٬ مونږ دا عزم لرو چې د صحت يو برابر آسانۍ وركولو نه غېر يو قام هم پرمختګ نه شي كولې ٬ ځكه د وزیراعظم وژن له مخې صحت عامه له مهم ګامونه پورته كوٶ۔ وفاقي وزير دا خبرې اسلام آباد كښې د صحت آسانيو پر??ګر??م دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل دا پر??ګر??م كوم چې په اسلام آباد كښې پېل كېږي ګرده نړۍ كښې د خپل نوعيت يوازنې پر??ګر??م دے٬ ده ووئيل د صحت آسانۍ پر??ګر??م له مخې به د ګرد هېواد 1.5 كروړه كورنۍ د صحت كارډ آسانۍ كاروي ٬ اسلام آباد كښې به 85 زره بې وسه كورنيو ته دا آسانۍ ترلاسه شي او دغسې د فاټا هرې كورنۍ ته به د صحت كارډ وركوٶ۔ ده ووئيل دا پر??ګر??م به د عامو رنځونو د كورني علاج پشمول د ماشومانو رنځونو او زېږدنې ٬ سرجيكل او نورو رنځونو له كارېدې شي چې لګښت به ئې يو لك 20 زره روپۍ په كلنه توګه د كورنۍ په سر وي او د دې پر??ګر??م له مخې به د لويو رنځونو درملنه چې پكښې بائي پاس٬ انجیو پلاسټي، سوځېدونكي كسان ٬ د پېښو ??انځوران ٬ كېنسر او د شوګر لپاره 6 لكه روپۍ د كورنۍ په سر خرڅ كولې شي۔ ده ووئيل د دې پر??ګر??م له مخې د كور نه تر روغتون او د روغتون نه تر كور د ټرانسپورټېشن خرڅونه به هم حكومت پورته كوي ٬ ده ووئېل سرکاري او نجي روغتونونه د وړاندې نه په معياري پېنل اخستې شوې او دې لپاره د يو ټول فري لمبر 0800-09009 هم اهتمام شوې كوم څخه چې به د دې پر??ګر??م په اړه هر وخت جامع معلومات ترلاسه كېدې شي۔ د صحت وزير ووئيل د دې پر??ګر??م په ټولو پړاونو كښې به مېرټ او سپېځلتيا په هر ډول باوري كولې شي او په دې پر??ګر??م به عمل درآمد باوري كولې