اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي)د توان ډويژن لخوا د پارليمان پبلك اكاؤنټس كمېټۍ ته وئېلي شوي د 2008 نه تر 2018 په سسټم كښ?? د 16040 مېګاواټ اضافي برېښنا نه پس د هېواد د برېښنا پیداواري صلاحيت 33 زره مېګاواټ ته رسېدلې٬تر جون 2019 به زمونږ ټرانسمېشن سسټم د 25 زره مېګاواټه لوډ پورته كولو جوګه شي٬ د پارليمان د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غړو په تېر وخت كښ?? په برېښنا پروژو اندېښنه څرګنده كړی او وئېلې يې دي ٬د دې پروژو په ځاې كه د اوبو څخه د برېښنا ??ېد?? كولو پروژو ته پام لرنه شوې وه نو په خېبرپښتونخوا كښ?? 15 يا 16 واړه بندونه جوړېدې شول۔د پي اے سي غونډه د نهې په ورځ د پارليمان په ودانۍ كښ?? د پي اے سي چيئرمېن ميا شهباز شريف په مشرۍ كښ?? وشوه۔په غونډه كښ?? د پي اے سي غړو پشمول د اړوندو سركاري ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښ?? د توان ډويژن سېكتر عرفان علي بريفنګ وركولو سره ووئيل پاكستان پھ دې وخت كښ?? د 33 زره مېګاواټ برېښنا ??ېد?? كولو صلاحيت لري چې د كوم فيډر نه غلا ختمه شي هلته لوډشېډنګ ختمولې شي۔د غونډې په مهال سناتور شبلي فراز ووئيل په ساهيوال كښ?? د كول پارو پلانټ لګولو په ځاې په تهر كښ?? پلانټ لګولې كېدې شو او دې سره به د وړلو راوړولو اخراجات بچت شوي وو٬قابل تجديد توان د پاكستان پشمول ډ ټولې نړۍ سباؤن دے ٬په دې پروژو د كار بندولو پر??كړ?? ولې شوې ده ۔د راجه پروېز اشرف په اعت??اض د پي اے سي چيئرمېن شهباز شريف ووئيل بايد وزارت مكمل تياري سره بريفنګ وركړي۔پي اے سي د پ??ور ډويژن څخه د نوي بجلي ګهرو پھ جوړېدو كښ?? د تاخير او په رينټل پ??ور پروژه تفصيلي بريفنګ هم اوغوښتو۔