اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي د کرتارپور لارې پرانسته مهمه تاريخي پرېكړه ده٬ پاكستان او هند له به يو شمېر موقعې وركړي٬ د راهدا??ۍ جوړولو كار به تر راتلونكي كال نومبر د بابا ګرونانك د زېږېدنې ورځ نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ د شورو په ورځ د کرتارپور ته د تللو نه وراندې خبريالانو سره په ??برو كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل وزیراعظم عمران خان د کرتارپور لارې پرانستلو ګام پورته كړې د كوم چې د هند اولس پشمول پراخه ډاډګيرنه شوې ۔ ده ووئيل نن تاريخي ورځ ده او دا د اقليتونو د شاملولو او دوي له د حقونو وركولو په ??ړه د وزيراعظم مهم اقدام دے ۔ وياند هيله ولرله چې دا راهداري به “ګټو??ه221; وګرځي٬ او د لارې پرانست?? څخه به سكه زائرينو ته تر خپلو مقدسو ځايونو زيارت كولو لپاره آسا??ۍ ترلاسه شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د راهدا??ۍ جوړولو كار به راتلونكي كال نومبر كښې د بابا ګرونانك د زېږېدنې ورځ نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ وياند ووئيل پاكستان د اسلام آباد او نوې ډيلي ترمېنځه خليج لرې كولو لپاره ټول ضروري او د مهمو اقداماتو كولو عزم لري۔ ده ووئيل د سكه زائرينو پاكستان كښې د مينې د جذباتو هركلے كوٶ ٬ دوي به د پاكستان او د اولس په ??ړه په ??ړه پورې تاثرات بېرته د ځان سره يوسي