اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په سوشل ميډيا په منظمه توګه د ناسمو خبرونو او اعلاميې خپر??لو نوټس اخستو سره وئيلي دي چې د سوشل ميډيا آزادي متاثره ك??لو نه غېر د جعلي خبرونو په ضد سخت اقدامات ك??لو ته اړتيا ده۔ د ګل په ورځ وفاقي وزير د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې مليكه بخاري ټوېټ هم ټېګ كړې كوم كښې چې مليكه بخا??ي د بينظير انكم سپورټ پروګرام د مشرې په حېث ټاكنه رد كړې۔ په خ??ل ټوېټ كښې وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن ووئيل په سوشل ميډيا په منظمه توګه ناسم خبرونه او اعلاميې خپرولې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل دا لړۍ د ميډيا ډنر عكس څخه پېل شوې او اوس دا ډول فضوليات روان دي۔ بلخوا مليكه بخاري په خ??ل ټوېټ كښې ووئيل چې زه په سپينو ټكو دا خبره په رېكارډ راوستل غواړم چې زه د بي آئي اېس پي مشره نه يم ټاكلې شوې او د زلفي بخاري رشته داره هم نه يم۔ مليكه بخا??ي د دې هيلې څرګندونه وكړه چې په دې لړ كښې به اوس بحث ختم شي