اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د تحريك انصاف لخوا د سپيكر چوكې لپاره نومول شوي كا??ديد اسد قېصر په مشرې كښې پلاوي د جي ډي اے مشرانو سره ملاقات وكړو٬ پلاوي د سپيكر او دوهم سپيكر چوكې لپاره په ټاكنو كښې د مرستې كولو خواست وكړو۔ د نهې په ورځ د تحريك انصاف غړو اسد قېصر٬ قاسم سوري٬ فرخ حبيب او رياض فتيانه په پارلمنټ لاجز كښې د جي ډي اے د قومي اسمبلۍ غړو ډاكټر فهميده مرزا او غوث بخش مهر سره ملاقات وكړو او دوي ته ئې د سپيكر او دوهم سپيكر په ټاكنه كښې د مرستې كولو خواست وكړو۔ د ملاقات نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې اسد قېصر ووئيل چې پاكستان يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے٬ مونږ دا چېلنجونه په موقعو كښې بدلول غواړو۔ ده ووئيل چې ?? جي ډي اے لخوا په ملاتړ كولو مننه كوم۔ ده ووئيل چې ??مونږ د اسمبلۍ غړو سره د تماس نيول كېدو اطلاعات دي٬ خو باور لرم چې ??مونږ غړي به د ضمير سودا ونه كړي۔ مونږ خورشيد شاه ته هم د ملاتړ كولو خواست كړے٬ بايد د يو بل د مېنډېټ احترام وكړ ے شي۔ د جي ډي اے مشر عوث بخش مهر ووئيل چې مونږ به د تحريك انصاف ملاتړ كوو۔