اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير انجنيئر خرم دستګير خان تېره ورځ د قامي احتساب بېورو (نېب) لخوا په نواز شريف د مني لانډرنګ تور په حقله د پلټڼو نوټس اخستو په سختو ټكو غندنه كولو سره غوښتنه كړې چې د نېب د نظام بايد پلټنې وكړې شي۔ د نواز شریف په مشرۍ كښې قامي معيشت د پرم??تګ سفر پېل كړې۔ كراچۍ څخه تر بلوچستان او بلوچستان څخه تر فاټا د سهار رڼا خپرېږي۔ د پاك پوځ ځانګړو قرب??ني?? په نتيجه كښې په امن نه لرونكو سيمو كښې امن راغلے۔ سباؤن كښې به هم مسلم ليګ (ن) د نواز شريف په مشرۍ كښې څلور واړه صوبې د ځان سره اخلي او د قامي پرم??تګ دا سفر به روان ساتي۔ د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د دفاع وزير خرم دستګير خان په بجټ د بحث په مهال ووئيل تېرو 5 كلونو كښې ما د بې شمېره پوښتنو ځوابونه وركړې ولې د خپلې جذبې او رائې څرګندونه مې نه ده كړې۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې ما ميران شاه كښې د سهار رڼا خپرېدل ليدلې۔ دا هغه ځائې دے چرته به چې مرګ خرڅېدو نن دغلته د يو نوي ماركيټ پرانسته شوې۔ده ووئېل په دې روڼ صبا كېدو كښې د پاك پوځ بلها قربانۍ شاملې دي۔ يو ډويژن افسرانو او زلمو د شهادت مرتبه ترلاسه كړې۔ د شهيدانو كورنيو سره ملاقات ز??ا لپاره يوه ګرانه لمحه وه۔ ده ووئيل م??نږ نامكنه منصوبې ممكنه كړې۔ بلوچستان كښې د كچھي كېنال منصوبه ٬ د ساهيوال ب??ېښ??ا منصوبه د نړۍ د تاريخ تر ټولو زياته تندۍ سره ترسره كېدونكې منصوبه ده۔دفاع وزير ووئېل بلوچستان كښې د پاكستان بېرغ هسك كړې شوې۔ كراچۍ كښې امن راغلې۔ په دې هېواد كښې هره ورځ 6 ترهګر بريدونه شوي۔ په داتا دربار ٬آرمي پبلك سكول او د حضرت عبد الله شاه غازي پشمول په نورو مزارونو بريدونه شوي۔ د تاريخ تر ټولو زياته شرح نمو ترلاسه كولو سره مو هېواد د پرم??تګ په لاره روان كړې۔ ده ووئيل م??نږ روسيه ٬ ايران او د منځنۍ آسيا هېوادونو سره اړيكې ښې كړې۔ زم??نږ سوچ دا دے چې سيمه ايزې سوكالۍ پلو ګامونه پورته كړې شي۔ خرم دستګير ووئيل م??نږ پاک چین اقتصادی راهداری منصوبه پېل كړه۔ دې سره سره مو د ب??ېښ??ا كارخانې ٬ بندرځايونه او د سترو لارو په ډول ناممكنه منصوبې بشپړې كړې۔ م??نږ ټولو په ګډه كال 2013ء څخه تر كال 2018ء د هېواد نامه روښانه كړې ۔ م??نږ كراچۍ څخه تر بلوچستان او بلوچستان څخه تر فاټا د رد الفساد آپرېش او ضرف غضب عملياتو كولو سره امن وليده۔ ده ووئيل د كال 2014 په دھرنه كښې په پارلېمنټ او پي ټي وي بريد وشو۔ د دفاع وزير ووئيل په سهار كېدو خوشحاله يو ولې بياهم زړه خفه دے۔ كوم امن چې م??نږ په ډېرو قرب??ني?? راوستې ؤ د سياسي انتشار د لاسه له مينځه تلونكې ښكاري۔ په احسن اقبال د بريد لاره د فېض آباد او اسلام آباد په سترو لارو دهرنو هواره كړې۔ ده ووئيل م??نږ له به په دې باور وړاندې تلل وي چې م??نږ به د يو ګوند په حېث د سترې محكمې په هره پرېكړه عمل كوؤ۔ ده ووئيل كومو كسانو چې د نواز شريف په نااهلۍ لاسونه پړقول هغوي د نېب چيئرمېن لخوا په نواز شريف د 4.5 اربه ډالرو په بوګس تور سوچ كولو ته مجبور شوي۔ ده ووئيل د نېب د اوسني نوټس په سختۍ سره غندنه كوؤ او غوښتنه كوؤ چې د نېب دې پلټنې وكړې شي