اسلام آباد ۔17 فروری (اے پی پی)خلیج عرب كښې روان د پاك سمندري ځواك او رائل سعودي نېول فورسز په ګډه مشق نسيم البحر XI۔ پايې ته ورسېد۔ د پاك سمندري ځواك وياند لخوا د خالي په ورځ جاري شوي بيان ترمخه د پايې دستورې خاص م??لمه د پاك سمندري ځواك وائس اېډمرل عبدالعلیم وو۔ د پاك سمندري ځواك وياند ووئيل د مشق په مهال د بېل ډول بريدونو څخه ددفاع او د روايتي بحري خطرو مقابلې كولو له د حربي مشقونو او جنګي مهارتونو عملي څرګندونه وشوه۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه د لائیو وېپن فائرنګ په مهال د پاک ??حریھ او رائل سعودی نېول فورسز جهازونو كاميابۍ سره خپل خ??ل هدفونه په نخښه كړل۔ د پاك بحريه پی تھری سی ایئر کرافټ او چورلكو د رائل سعودی ایئر فورس او رائل سعودی نېول فورسز فضائي قوت سره په ګډه آپرېشنز ترسره كړل۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه وائس اېډمرل عبدالعلیم په دې مهال ووئيل د سعودي عربستان په اوبو كښې په لويه كچه د شريكو مشقونو كول ددواړه هېوادونو ترمينځه د اعلی درجې باور او د كال 1993 څخه د دې مشق پرله پسې كېدل د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونو ترمينځھ د مضبوطو اړيكو څرګندونه ده۔