اسلام آباد 03 جنوري(اے پي پي)د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي كومو خلقو چې وئيل سعودي عربستا?? كښې اېن آر او يا بل ډيل كېږي ٬ ھغوي دي اوګوري چې محمد نواز شریف (نن) بيا د نېب عد??لت ته وړاندې شوې۔ د شورو په ورځ د احتساب عد??لت نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې دوهمې وزېرې ووئيل پرون چې عمران خان كوم ټوئټ كړې په ھغې كښې ئې ” جعلي خان” ليكل هېر كړي٬ دې ووئېل ھغه كامياب سياستمدار خو نشو او د پاكستان اولس ھغه وزيراعظم هم نه دې جوړ كړې٬ دې ووئېل اوس ھغه د شاه رخ خان جوړېدو ناكامه هڅې كوي نو زما خيال دے چې دا به هم ختم شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان د ترهه ګرۍ عد??لت ته وړاندې كېږي ھغه دې د خپل ټول عمل ځواب وركړي ٬ دې ووئېل ھغه خو په پارلمان او پي ټي وي بريدونه كړي هغه څنګه د نورو پحقله پوښتنې كوي۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل څوك چې بل ته ګوته نيسي ھغه له پكار دي چې خپل ګريوان ته سر ښكته كړي