اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ټ??لي نار پاكستان نوې 345 كېمپس پرانسته كړې ده ۔د پرانستې دستوره كښې د آئي ټي دوهمې وزيرې انوشه رحمان٬د ټ??لي نار پاكستان چيف ايګزېكټو آفيسر عرفان وهاب٬د آئي ټي وزارت٬د پي ټي اے او ټ??لي نار سينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔وزيراعظم پھ دې موقع د نوې كېمپس تيارۍ او په پرانسته مباركي وركولو سره ووئيل د ټ??لي نار نوې دفتر جوړول د آفس د معيار مثال دے۔ده ووئيل مونږ خوشحاله يو چې ټ??لي نار د هېواد د وړومبني صف د ټ??لي كام كمپنو كښې شامله شوه۔د ټ??لي نار د هېواد سما??ي او اقتصادي خذمات د ستائنې وړ دي??وزيراعظم ووئيل حكومت پھ هېواد كښې د ټ??لي كام انډسټرۍ لپاره په آسانيو وركولو اډانه پالېسۍ نافذ كړي چې په نتيجه كښې يې دا كمپنۍ وده كوي او د منصوعاتو او خذماتو په نتيجه كښې په ژوند كښې بدلون راولې۔وزيراعظم د ټ??لي نار دفتر نوې بلډنګ 345 بېلو برخو څارنه وكړه۔په دې موقع د ټ??لي نار چيف ايګزېكټو آفيسر وزيراعظم ته په پاكستان كښې د ټ??لي نار آپرېشنز په اړه بريفنګ هم وركړے شو