لاهور 11 نومبر (اے پي پي) د ??ېن??ټ د د??اع قائمه كمېټې چيئرمېن مشاهد حسېن سيد وئيلي دي چې د پاكستان پوځ دبنګ او پارلمان فعاله دے٬ د سول او عسكري مشرانو ترمېنځه مكمل همغږي موجود د??٬ د پاكستان پوځ د ختيز او لوېديز محاذ پشمول د هېواد د??نه ?? ترهګرې په ضد په مړانه مقابله كوي٬ د سرلښكر قمر جاوېد باجوه لخوا د افغانستان او د اېران دوره خوش بينه ??ه۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د كمېټې نورو غړو سره يو ځائ په ننكانه ??احب كښې د كېپټن حسنېن نواز شهيد استوګنې ته د تللو نه پس د هغه په قبر د ګلونو غوړولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د برتانيې د دارالامرا غړے لارډ نذير٬ سناتور مير كبير٬ سناتور محمد جاوېد عباسي٬ سناتور محمد اعظم خان سواتي او د قومي اسبملې غړې شذره منصب پشمول ځائي استازي هم موجود وو۔ مشاهد حسېن سيد ووئيل چې د كېپټن حسنېن نواز شهيد د شهادت په وخت په غونډه كښې پرېكړه شوې وه چې كمېټي به په خپله ننكانه ??احب كښې د هغه كورنۍ سره غمرازي كوي۔ ده ووئيل چې كېپټن حسنېن د كاناډائي وګړو بچ كولو په وخت خ??ل ځان بچ كولې شو خو د خ??ل ځان پروا ئې ونه كړه او خپله وظيفه ئې ترسره كړه٬ هغه د وسله والو ځواكونو وياړ دے۔ د دې څخه وړاندې د كمېټې غړي د حسنېن نواز شهيد استوګنې ته لاړل او د هغه پلار محمد نواز سره ئې غمرازي وكړه۔ د دې نه پس كمېټې د ګوردواره جنم استهان دوره وكړه چرته چې سكھـ مشرانو د د??ي تود هركلې وكړو۔