نیویارك 21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پھ نيويارك كښې د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره د هغه مختصر ملا??ات مثبت و۔ د مېډيا راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 72مې غونډې پ?? موقع د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د اړخه د نړيوالو لارښودو په اعزاز كښې د سهار د ناشتې اهتمام شوے ؤ۔ د پاك امريكا بزنس ك??نسل لخوا د شورو په ورځ د ناشتې اهتمام شوے و۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ سره ئې ملا??ات شوے او دا ملا??ات ډېر مثبت ؤ۔ د امريكې دوهم اولس مشر مائيك پينس سره د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د 45 دقيقيې اوږد ملا??ات نه پس د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ سر?? وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ليدلي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې ده دونلډ ټرمپ سره د ملا??ات په مهال وئيلي دي چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد پوخ عزم لري۔ له بلې خوا د سپينې ماڼۍ د اړخه جاري شوي بيان كښې وئېلې شوي دي چې د امريكې دوهم اولس مشر مائيك پينس او د وزيراعظم شاهد خاقان عبا??ي ترمينځه په شوي ملا??ات كښې په ډېرو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې چې پكښې د امريكائي اولس مشر د سوئېلي آسيا په اړه پالېسي او د سيمې صورتحال شامل دي۔﴿