اسلام آباد 14ستمبر (اے پی پی)د قامي ??وغتيا وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي حكومت د داروګانو معيار ښه كولو ل?? اقدامات كوي٬د لويو رنځونو ختمولو ل?? به ادارو ل?? اسانۍ وركولې شي۔د زيارت په ورځ قامي ??سمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د شېخ صلاح الدين د پوښتنې پھ ځواب د قامي ??حت وزيرې سائره افضل تارړ قامي ??سمبلۍ ته ووئيل د داروګانو جوړولو معيار باوري كول٬د رجسټرېشن لپاره ضروري پيراميټرز وي دغسې چې د پاكستان اولس محفوظ شي۔دې ووئيل سنټر ډرګ ټېسټنګ ليبارټري د ډرګ ريګوليټري اتهارټي ترمخه كار كوي۔ډبليو اېچ او د فري كواليپيكېشن پھ عمل كښې دے۔د عائشه سيد ضم??ي پوښتنې پھ ځواب كښې دې ووئيل د هلت كيئر كمېشن جوړولو ل??اره به راروانه غونډه كښې بل وړاندې كولې شي۔دې ووئيل د 2015 نه تر 2017 پھ مهال پھ هېواد كښې د ډرګ ايكټ 2012 او ډرګ ايكټ 1976 په خلاف ورزيو پھ عدالتونو كښې 8229 مقدمې چلولې شوي چې پكښې صنعت كار او د داروګانو خرڅونكي هم شامل دي۔په دې لړ كښې 198 ملينه روپۍ جرمانه هم لګېدلې ده