اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی)خارجه وز??ر خواجه محمد آصف وئېلي دي چې بايد هره يوه اداره پارلمان ته ځواب وركونكې وي٬كه د سېنېټ چيئرمېن حكم وكړي نو حكومت د ريمنډ ډيوس په كتاب كښې د شوې انكشافاتو څخه د پورته شويو پوښتنو پلټنو لپاره تيار دې٬??وا??ې پوائنټ سكورننګ لپاره د دې د پلټنو كولو هېڅ ګټھ نش??ه۔د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن په دې لړ كښې د سناتور مولانا حافظ حمد الله د پام راګرځونې نوټس سر ته ورسولو۔د جمعې پھ ورځ د پام راګرځونې نوټس ځواب وركولو سره خارجه وز??ر خواجه محمد آصف ووئيل چې پارلمان ته د حاكميت ت?? راتلو د داسې پېښو مخ نيوې نه شي كېدې بايد هره يوه اداره ايوان يعني پارلمان ته ځواب وركونكې وي چا كوم كردار ترسره كړې كه د دې تحقيقا?? كول وي نو بې شكه وئې كړئ خو ??وا??ې پوائنټ سكورنګ لپاره به د داسې كولو هېڅ ګټه نه وي۔د ديت پېسې د پاكستان حكومت وركړې دي٬دا پېښه هېرول ښه دي يا تحقيقا?? كول دي٬پريكړه دې چيئرمېن وكړي٬مونږ به هدايات عملي كوو۔د دې نه پس چيئرمېن دا معامله سر ته ورسوله۔د دې څخه وړاندې سناتور حافظ حمد الله او سناتور اعظم سواتي هم په دې معامله خبرې وكړې۔